موخه ټاکل مو بریا ته رسوي

ايا تاسو خپل د ژوند څخه خسته ياست؟ ايا تاسو د خپل ځان څخه يو کتونکی جوړکړئ؟ ايا تاسو غواړئ د نورو په څېر يو مقام ته ورسیږئ؟ ژوند اسانه نه دی، بلکي د ژوند اسانه جوړول په کار دي. ملګرو! يو تجار تجارت په دوه شيان بدلولای سې، پر يوڅه زياته بوديجه مصرف کول او دوهم په تجارت کي په چټکۍ سره پرمختلل. دلته بودجه ستاسو دماغ او چټکي ستاسو وخت دی. آيا تاسو پوهېږی؟ 

ناکام او کامياب شخص دواړو ۲۴ ساعته وخت لري، دواړه دماغ لري، دواړه هغه څه لري کوم څه چي بايد يو انسان ولري. خو بيا هم ولي موږ ناکام او هغوی کامياب دي؟ کله مو د ژوند په اړه فکر کړی، کله مو خپل موخي شمېرلي او کله مو هم خپلو وړتیا وو ته کتلي؟ د ځان د پرمختګ، د خلکو له لوري د ستایني او د ځان د بریا احساس دي کله هم کړی دی؟ هیڅکله هم نه! 

موږ یوازي د نورو و پرمختګ ته ګورو او بس. راپاڅه! پر ځان باور دي په وجود کي را ژوندی کړه، کار وکړه او بریا ته ځان ورسوه. خپل د ژوند لپاره دوه ډوله موخي و ټاکه: لومړی:Long therm goals (ltg) دوهم: short time goals (stg) لومړی: هغه ډول هدفونو چي تاسو يې اراده لری تر څو په راتلونکي پينځه، لس او شل کلونو کي يې ترلاسه کړئ. دوهم: هغه ډول هدفونو چي تاسو اراده لری تر څو په روان کال کي يې ترلاسه کړئ. زموږ په ژوند کي د ناکامۍ تر ټولو عمده او اساسی لامل دادی: چي موږ اينده کي فکر نه کوو، هر څه مو تقدير ته پريښي، موږ په ژوند کي بې هدفه يو همدا لامل جوړسوی تر څو په ژوند کي ناکامه واوسو. هو د تقدير ټاکلي هيڅکله تغير نکوي، ژور نه ځم صرف يوڅه وايم: په لویه لاره موټر ته ودريږه ترڅو موټر دي ووهي، د بام څخه ځان راواچوه تر څو خوږ سې ځکه ته خو فکر کوي دا ستا په تقدير کي ليکلي وه؟! 

د يوې څيړني په ترڅ کی ښودل سوي چي د نړۍ اتيا فيصده خلک خپل د ژوند لپاره هدف نه لري.داسي خلک صرف خوراک، څښاک او خوب کوي. تاسو چي کوم هدف په ژوند کي ټاکی بايد لوی يې وټاکئ. 

ځکه د چاپيريال حالات، د خلکو خبري او د خلکو طبيعتونه ستاسو پر هدف لږ اغيز کوي او ستاسو هدف را ټيټوي. يو مثال درته وړاندي کوم؛ تير انداز(غشی غورځونکی) چي کله خپل هدف په نشان کي نيسي نو نشان تر خپل هدف لوړ کوي ځکه يو ښه تير انداز فکر کوي چي زما پر هدف باندي د ځمکي جاذبه قوه تاثير کوي او ټيټوي يې. فکر وکه اوس ۲۰۲۰ ميلادي کال دی په ۲۰۳۰ ميلادي کال کي به تاسو پر کوم مورال او مقام باندي ياست؟ 

خامخا به ووایاست چي زه خبر نه يم، زه خو د راتلونکي هفتې د ميلې پلان جوړوم او ته زما څخه د لس کالو وروسته پلان پوښتې؟ او ځيني خو بيخي وايې خدای خبر زه لاهم راتلونکی ساعت ژوندی يم!! تر کوم وخت چي ته ژوندی يې ستاسره د هري ثانيې حساب کيږي.ځان‌ په دې‌ ډول خبرو خطايستل داسي مثال لري لکه خپل د ځانه پور کول. بریالي خلک خپل نن، سبا، پنځه کاله بعده او لس کاله بعده ژوند ته ګوري. خو موږ میلې کوو، د پوهنتون له درس څخه ځان ګوښه کوو، له ستړیا او خواری څخه مو نفرت کیږي. بس، دغه زموږ د شاتګ، ناکامی او وروسته والي ستر او تر ټولو ستر لامل دی.