کندهار: وسلله والو یوه ښځینه پولیسه وژلې

روهي(دوه نۍ/۱۵ د غویي)، د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي وایی چې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې. بارکزي وويل:"یوه ښځینه پوليسه چې د ښار د ۱۳ حوزې جنايي کارمنده وه یو ساعت مخکې په وسله وال غلچکي برید کې وژل شوې، زموږ څېړنې د پېښې د بشپړه څرنګوالي لپاره دوام لري او وروسته په معلومه شي چي پېښه جنايي وه او که سیاسي.
 
دغه پېښه نن دوشنبه سهار ۱۰ بجې د کندهار ښار د شهیدانو څلور لارې ته نژدې رامنځته شوې ده. ده زیاته کړه چې بریدګر تښتېدلی، خو وايي چې پوليسو د نیولو په هدف پلټونکي عملیات پيل کړي دي.
 
په کندهار کې دا مهال تر سل تنه زیات ښځینه پوليسي دندې مخته وړي چي تر ډيره د جنايي پلټنو او یاهم د کورونو د تلاشۍ مسئولیت لري. تر اوسه چا د دي وژنې مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.