په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادۍ ته نړیوال غبرګونونه څه دي؟

روهي(دوه نۍ/۱۵ د غویي)، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن دیبرا د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان په جنوبي اسیا کې د رسنیو د کثرت او پراختیا په برخه کې یو مخکښ هیواد دی. د شمالي اتلانتیک تړون ناټو سازمان هم د افغان خبریالانو فعالیت ستایلی دی.
 
د بخښنې نړیوال سازمان هم د افغان خبریالانو د کار او فعالیت ستاینه کړې ده.دې سازمان لیکلي چې: "افغان خبریالان د نړۍ د زړورو په کتار کې دي. هغوی د خپلو وظیفو د ترسره کولو لپاره جدي خطرونو، ارعاب، آزار او اذیت، تاوتریخوالي او حتی مړینې سره مخامخ کیږي. پدغه کړکیچ کې هغوی په لومړۍ لیکه کې دي او د خلکو د مصونیت لپاره کار کوي. د هغوی ساتنه باید هم وشي.
 
په کابل کې د برتانیا سفارت هم په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د رسنیو د او د بیان د آزادۍ څخه د ملاتړ ژمنه کړې ده. دوی ویلي دي چې له دوو میاشتو راهیسې بریتانیا او کاناډا د مطبوعاتو د آزدۍ څخه د ملاتړ د نړیوال کمپاین مشري کوي چې افغانستان یې هم تازه غړی شوی دی.