روسیه:په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د کورونا وېروس څه باندې لس نیم زره تازه مثبتې پېښې شوي

روهي(دوه نۍ/۱۵ د غویی)، روسي چارواکو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د کورونا وېروس څه باندې لس نیم زره تازه مثبتې پېښې رامخې ته شوې دي. پلازمېنه مسکو د روسیې تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه ده او هلته روغتیایي خدمات تر سخت فشار لاندې دي.
 
د دې وبا پیلېدو راهیسې دا په یوه ورځ کې په روسیه کې د نویو مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی.له دې سره اوس په ټوله روسیه کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر له ۱۳۴ زره کسانو اوښتی دی، چې په نړۍ کې اووم تر ټولو ډېر شمېر دی.
په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر اوس درې نیم میلیونو ته نږدې شوی دی.همدا راز تر دې دمه د ټولې نړۍ په کچه ۲ لکه او ۴۴ زره کسان له دې وېروس مړه شوي، او څه باندې ۷ میلیونه بېرته رغېدلي.
 
خو د امریکا، ایټالیا او اسپانیا پرتله په روسیه کې له کورونا وېروس د مړو شویو کسانو شمېر لا هم کم دی.د یکشنبې پر ورځ روسیه کې ۵۸ نور کسان هم د دې وېروس له کبله مړه شول، چې ورسره دې هېواد کې د ټولو مړینو شمېر اوس له ۱۲۰۰ کسانو اوښتی.