د ایران سرحدي ځواکونو هغه رپوټونه رد کړي چې هغه افغان کډوالو چې غوښتل یې ایران ته واوړي، سیند ته غورځولي او وژلي یې دي

روهي(دوه نۍ/۱۵ د غویي)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن یکشنبه  وویل، افغان حکومت په دوو سطحو د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.نوموړی وایي، لومړی د ولسمشر او د حکومت د رهبرۍ په کچه، او ترڅنګ یې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په کچه به دا پېښه پلټل کېږي.
 
یوشمیر افغان کارګر چې د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ اوسیدونکي دي پرون شنبه بي بي سي ته وویل، د قاچاق وړونکو له خوا ایران ته د کار لپاره وړمه شپه اړول شوي او بیا هلته ایراني عسکرو ونیول.دا کسان ادعا کوي چې له نیول کېدو وروسته ایراني عسکرو سیند ته ټېل وهلي. دوی وایي څه باندې شل کسان یې لادرکه دي خو د ۷ کسانو مړي پيدا شوي او نور ژغورل شوي.
 
د ایران سرحدي ځواکونو هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې دې ځواک یو شمېر هغه افغان کډوالو چې غوښتل یې ایران ته واوړي، سیند ته غورځولي او وژلي یې دي.د دې ځواکونو لخوا ویل شوي چې د افغان کډوالو د وژنې په اړه خپره شوې ویډیویې کتلې او دې نتیجې ته رسېدلي چې د ایران او افغانستان پر ګډه پوله داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې. د ایران سرحدي ځواکونو ویلي پوله ساتونکي د (اسلامي مهربانۍ) له مخې له افغانانو سره چلن کوي.