د مدیر څرګندونې او د ۱۴ میلیارد ډالرو کمښت راتلل

روهي(دوه نۍ/۱۵ د غویي)، د تسلا کمپنۍ د ونډو په هکله د دې کمنپۍ د مدیر ایلان ماسک څرګندونو د تسلا ارزښت ۱۴ میلیارد ډالره کم کړ.ښاغلي ماسک د جمعې په ورځ یوه لنډ ټوېټ کې وویل، په دې نظر دی چې د تسلا د ونډو بیه له اندازې ډېره زیاته ده.
 
له دې ټوېټ ورروسته د تسلا د هرې ونډې بیه چې نږدې ۷۷۲ ډالره وه، د ورځنیو معاملو په پیل کې په کمېدو شوه او د ورځې تر پای ۷۰۱ ډالر ته ټیټه شوه.ښاغلی ماسک پر ۲۰۱۸ کال هم د تسلا د ملکیت د بدلون په هکله د ناسم ټوېټ له امله محکوم شو. هغه وروسته ژمنه وکړه چې د تسلا د حقوقي برخې له تایید پرته به د دې کمپنۍ د ونډو په هکله ټوېټ نه کوي.
 
د تسلا د ونډو بیه تېرو دوولسو میاشتو کې دوه برابره شوې ده او د دې کمپنۍ ارزښت هم له سل میلیارد ډالرو زیات شوی دی.وروستیو میاشتو کې د ونډو بیو ډېر لوړ او ځوړ درلود. د کورونا وېروس پیلېدو سره د ونډو بیه نږدې نیمايي شوه، خو بیا پورته شوه او بیه یې ۱۲۰ سلنه زیاته شوه.