ټرمپ:متحده ایالتونه به د روان کال تر پای د کورونا وېروس واکسین جوړ کړي

روهي(دوه نۍ/۱۵ د غویي)، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، باوري دی چې متحده ایالتونه به د روان کال تر پای د کورونا وېروس واکسین جوړ کړي.نوموړي له فاکس نیوز تلوېزون سره خبرو کې زیاته کړه:"موږ ډېر باوري یو، چې د کال تر پای یا د کال په پای کې به واکسین ولرو.
 
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا د ولسمشر ټرمپ دا خبره کړې چې کورونا وېروس د چین له یوې لیبارټرۍ خپور شوی دی.د ښاغلي پمپیو په خبره، کارپوهان باوري دي چې انسان دا وېروس جوړ کړی دی.
 
د امریکا ولسمشر د پنجشنبې په ورځ دا دعوه وکړه او د وېروس د خپرېدو له امله یې پر چین نیوکه وکړه.خو د ډونلډ ټرمپ له څرګندونو څو ګړۍ مخکې د امریکا د ملي اطلاعاتو د مدیر دفتر په یوه رپوټ کې وویل، چې کورونا وېروس جوړ شوی نه دی.د امریکا ۱۷ ولسي او پوځي ادارې د دې دفتر په سیوري کې فعالیت کوي.
 
د نړۍ ساینسپوهان د کورونا واکسین په جوړولو کې سره سیالي کوي، خو ډېری کارپوهان هیله من دي چې دا واکسین به یوازې پر ۲۰۲۱ کال پراخ وېش ته تیار شي.خو ولسمشر ټرمپ داسې ښکاري چې په دا ډول چټکې وړاندوینې سره یې له خپلو طبي سلاکارانو پښه اړولې ده: