د هند فلمي ستوري سره  راټوليږي، کرونا سره د مبارزې برخه کې خپل ملت او حکومت سره مرسته کوي

روهي (يوه نۍ/۱۴ د غوايي)، د هندوستان د بالېوډ سېنما د مشهورلوبغاړو او فلمي ستورو ترڅنګ يو شمېر بهرني لوبغاړي او فلمي ستوري نن ورځ د هندوستان پر وخت ماښام ۷:۳۰  ان لاين کنسرت تر سره کوي. 

له دغه کنسرت څخه موخه د کوېډ-۱۹ يا کرونا ويروس د قرنطين او ګرځبنديز پرمهال له بې وزله، بې کاره شوي او غريبو کورنيو مرسته کول دي. دغه کنسرټ د فېسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه خپريږي. 

د بالېوډ سېنما مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، رتیک روشن، سلمان خان او نورو له خلکو غوښتي دي، چې دغه کنسرت وګوري. تمه ده چې د دغه کنسرت له لارې به مېلېونه ډالر له غريبو سره مرسته وشي.