اديب فهيم له عبدالله عبدالله لار جدا او خدای په اماني يې ورسره وکړه 

روهي (يوه نۍ/۲۴ د غوايي)، د پخواني جهادي قومندان مارشال محمد قسيم فهيم زوی اديب فهيم د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره خپله سياسي ملګرتيا پای ته ورسوله. 

اديب فهيم پر فېسبوک  ليکلي دي، چې د کالونو مشر، ملګري او ورور،  يوه سياسي معامله وکړه؛ يوه سياسي معامله او څوکي يې  د جهاد او مقاومت له ارزښتونه لوړه وشمېرله. 

که څه هم نوموړي په څرګند ډول د عبدالله عبدالله نوم نه دی ليکلی خو اشاره يې د ولسمشرۍ ماڼۍ او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي کړکېچ طرحې ته ده چې په پايله کې به يې عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر شي. 

له اديب فهيم وړاندې د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني، احمد ضيا مسعود، فضل احمد معنوي او يو شمېر نورو د عبدالله عبدالله طرحې؛ په سياسي واک کې ۵۰ سلنه ونډې او د مصالحې عالي شورا مشرۍ سره مخالفت ښوودلی وو.