نړۍ کې د کرونا ويروس تر  نن ورځې وروستۍ شمېرې 

روهي (يوه نۍ/۱۴ د غوايي)، له هغې ورځې چې له چين کوېډ-۱۹ خپور شو نو بيا تر نن ورځې يې د هرې ورځې په تېرېدو سره د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې نوې پېښې ثبت شوې دي. 

د نن ورځې وروستۍ شمېرې ښيي چې ګرده نړۍ کې درې مېلېونه، درې لکه او نهه زره کسان په کرونا ويروس ککړ شوي، ۲۳۹۴۹۳ ورڅخه مړه شوي او ۹۸۳۹۹۱ کسان نور له درملنې وروسته ترې رغېدلي دي. 

که څه هم د نړۍ په ډېری هېوادونو کې ګرځبنديز اعلان شوی او خلک قرنطين شوي دي خو بيا هم دغه ويروس په پوره چټکتيا سره وړاندې تګ کې دی او پيزوان شوی نه دی.