افغان حکومت شپږ مېلېارده افغاني وچۍ ډوډۍ ته ځانګړې کړي 

روهي (يوه نۍ/۱۴ د غوايي)، د کرونا ويروس سره د مبارزې په پار افغان حکومت شپږ مېلېارده او درې سوه مېلېونه افغانۍ ځانګړې کړي دي ترڅو بې وزله لاس نېوی پرې وکړي. 

 د ماليې وزارت وياند شمعروزخان مسجدي وايي چې دغه ۶،۳ مېلېارده افغانۍ  به د وچې ډوډۍ په شمول کابل او ولايتونو کې هغه کسانو ته د خوراکي او لومړنيو توکو په ورکړې ولګيږي چې مالي وضعيت يې خراب وي. 

د ۶،۳ مېلېارده افغانيو د خرڅح طرحه تر اوسه ولسي جرګې ته نه ده استول شوې او حکومت د کرونا ويروس د بيړني وضعيت په اړه د دغه  پيسو مصرف پيل کړی دی.