افغان حکومت ۹۸ نور طالب بنديان هم ازاد کړل 

روهي (يوه نۍ/۱۴ د غوايي)، د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل پر خپل ټتوېټر ليکلي دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان اړوند تېره ورځ ناوخته  ۹۸ طالب بنديان ازاد شول. دا نه دي ويل شوي چې ياد کسان په کوم ولايت کې ازاد شوي دي. 

د نوموړي د مالوماتو له مخي، خوشي شوي کسان د دوی د عمر، روغتيايي وضعيت او بند مودې په پام کې نېولو سره خوشي شوي دي. فيصل ليکلي چې کرونا ويروس سره د مبارزې او سولې ته رسېدو په پار دغه کسان خوشي شوي. 

د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس کرونا ويروس د مخنيوي او سولې ته د رسېدو لپاره به ۱۵۰۰ طالب بنديان خوشي او تر اوسه حکومت ۶۴۸ د طالبانو زندانيان ازاد کړي دي.