تازه ۲۳۵ پېښې ثبت شوې، افغانستان په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۲۷۰۴ ته ورسېد 



روهي (يوه نۍ/۱۴ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار نن ورځ کابل کې يوې خبري ناستې کې ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۵ تازه پېښې ثبت شوې او په دې سره افغانستان کې د کرونا ويروس د ټولو ثبت شوي کسانو شمېر ۲۷۰۴ تنو ته ورسېد. 

وحيد مايار ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ کسان له دغه ويروس له امله مړه شوي چې د مړو ټول شمېر ۸۵ ته رسيږي. همدا ډول تر اوسه ۳۴۵ کسان له دغه ويروس رغېدلي دي. 

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي په تيرو ٢٤ ساعتونو کې په ننکرهار، کونړ او لغمان کې کرونا اخته ۱۹ کسان ثبت شوي دی.  له دې ډلې ١٢ په ننګرهار، ۵  لغمان او ٢ په کونړ کې ثبت شوي دي. 

 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ