یو شمیر سیاست پوهان سیاسي فلسفې ته په هیواد د حکومت کولو او ځیني یې په بشري ټولنو د حکومت کولو پوهه او عمل ګڼي چي په دواړو تعریفونو کې یو ګډ ټکی (د سیاست موضوع حکومت ده) همدارنګه حکومت د قدرت، رهبري ډلي او په ټولنه کې د سیاسي تشکیل د ساتونکې په توګه پیژندل کیږي
فلسفه له سیاست سره نیږدي اړیکه لري، ټول حکومتونه له پیل تر اوسه هر یو د یوه نظام او فلسفې د مکتب په بنسټ رامنځته شوی، نو د فلسفې هغه برخه چي له سیاست سره نیږدې او پکې له فلسفي اصولو د هیواد د حکومتي مسائیلو لپاره ګټه اخیستل کیږي سیاسي فلسفه یادیږي.
د سیاسي فلسفې موضوع:
د سیاسي فلسفې موضوع د فرد اړیکې له دولت او ټولنې سره او د ډول ډول حکومتونو په پیژندنه را څرخي.
د سیاسي فلسفې مسايل:
په سیاسي فلسفه کې د سیاست د علم او د ټولنې د سیاسي جوړښت اړوند مسايل مطرح کیږي.
* د حکومت بنسټ څه ده؟
* د حکومت شتون ضروري ده؟
* ایا د حکومت په نه شتون سره انسانان نشې کولای د یوه او بل ترڅنګ ژوند وکړي؟
* د حکومت د قدرت کچه په ټولنه او خلکو باید څنګه وي؟
* ایا د خلکو په چارو دي ټینګه څارنه وشي؟ که یا هم ازاد پریښودل شي؟ او همدا ازادي بیا د کمي او زیاتي د مهار چوکاټ ولري او کنه؟
او دې ته ورته مسايل...
په فلسفه کې اختلافي مسايل:
په فلسفه کې اختلافي مسايل له لومړيو وختونو دا دي چي:
* آیا فرد مهم دی که ټولنه؟
* آیا فرد د ټولني لپاره که یا ټولنه د فرد لپاره خلق شوي؟
* په دوئ دواړو کې د کوم یوه /یوې ګټي ارزښت لري؟
د دې پوښتني هر ځواب په بیله بڼه د یوه حکومت د بنسټ اېښودونکی دی، دا چي سوسیالیسټي حکومت د ټولني ګټو ته د فرد د ګټو په نسبت او کمونیستي حکومت د فرد ګټو ته د ټولني د ګټو په پرتله لومړیتوب ورکوي، د دې دواړو حکومتونو بنسټ بیله بڼه خپلوي.
د سیاسي فلسفې سرچینه او څرک:
په سیاسي فلسفه پوري اړوند افکار (۲۵۰۰) دوه زره او پنځه سوه کال وړاندي د آتن ښار چي د فلسفو ښار نومول کیږي او په کې سقراط، افلاطون او ارسطو اوسېدل څرګند شول،
ډیری سیاسي افکار او مسايل لکه: عدالت، ازادي، حکومت او قانون ته درناوی د لرغوني یونان د پخوانیو ښارونو په اړه د یونان له فلسفي عقایدو سرچینه واخیسته او تر راتلونکي او معاصر وخته تحلیل او وڅیړل شول.
وروستي