د اندیښنو د تحلیل او تجزیې اساسي تخنیکونه او لارې چارې

١: د واقیعتونو او حقایق درک او لاسته راوړل،په یاد ولرۍ چې په نړۍ کې تر نیمایي زیاتې اندیښنې د هغو خلکو لخوا را منځته شوي یا رامنځته کیږي چې مخکې تر دې چې د یو کار  په  اړه په کافي اندازه پوهه او علم ولري دوی وخته خپله پریکړه کړي وي او هغه کار یې تر سره کړی وي چې وروسته یې د اندیښنې او سرخوږي سبب شوی وي.

٢: د ټولو واقیعتونو او حقایقو درک او مطالعه، له مطالعې او درک وروسته پریکړې ته راشﺉاو خپله پریکړه وکړﺉ.

٣: خپلو پریکړو ته په پوره پام سره رسیده ګي  او وروسته بیا عمل کول!
دخپلو پریکړو په مخ بیولو کې ځان بوخت وساتﺉ،او د پایلو په اړه يې ټولې اندیښنې لرې کړﺉ. 

٤: که چیرې تاسو یا ستاسو ملګري ستونزو سره مخ کیږي او دستونزو په مهال اندیښنه کوي لاندې پوښتنې د ځان سره ولیکي او خپله د یې ځواب کړي:
الف: ستونزه څه ده؟
ب: د ستونزې د پیداکیدو سبب څه وو؟
ج:  ستونزو ته ممکنه حل لاره څه ده؟
د: ستونزو ته تر ټولو ښه حل لاره کومه ده؟