د پنجاب د ګورنر په ځواب کې:  د شهيد عارف د مرګ ذمه واري مو واخېسته؟

پنجاب به يې درنه بيه پرې کړي. د رياست د ”مقتدري حلقې“ په خلاف راپورته کېدل نور شرعًا جايز دي
 
باچا خان وخوشالخان دواړه زموږ مشران ول. غني خان د باچا خان زوی وو، خو وراره د خوشالخان وو او د خوشالخان لاره يې خوښوله. پلار يې د عدم تشدد او خوشالخان بيا مغل په توره سمولو!
 
نوټ : زموږ پير اغا او شيخ محمد خطاب عمري دې له سره غور وکړي چې موږ دا څلوېښت کاله جهاد کړی او که د پنجاب لپاره مو وړيا او د کراييکښ قاتل دنده ترسره کړې او خپل خلک مو وژلي؟ پير اغا دې يو ځل له سره قرآن وحديث او حنفي فقه لا څه ان چې د نورو ائمه وو فقهې هم ولولي که د خپل اجرتي قتلونو لپاره سم کره شرعي لاسوند راوړاندې کولای شي، نو فبها او کنه نو خپل وړيا اجرتي قتلونه او نامشروع کړنې څنګه توجيه کوي؟ ايا د خپل يو تاريخي نه پخلا کيدونکي دښمن دښمنانه کړنو ته جهاد ويلی شو؟
 
د پنجاب ګورنره،
موږ يو متل لرو چې:
دومره ټوپ وهه چې وهلی يې شې!
تاسې بايد پوه شئ چې د برما مسلمانان نن همدا ستاسې له لاسه کړيږي چې هم مو له هويت او هم مو له هېواد او خپلې خاورې خلاص کړل او همدا تاسې ياست چې لا د برما بودايي مذهبه هېواد ته د وسلو تمويل هم کوئ.
 
د پنجاب ګورنره،
د برما مسلمانان مو په شته هېواد او مشروع حقوقو کې له هر څه خلاص کړل او د پولۍ پړک ته مو کښېنول. دا همدا تاسې ياست چې له يو لورې مو د برما له تابعيته خلاص کړل او له بل لورې ورته اوس په هېواد کې ځای نه ورکوئ او په پرونۍ سخته ورځ کې مو پر بنګال ورتاوان کړل.
 
برمايان ورته وايې چې تاسې پر موږ کبر وکړ او زموږ تابعيت مو ونه منلو او بنګاليان ورته وايی چې تاسې له موږ سره د خپلواکۍ په جنګ کې برخه نه ده اخېستې چې ختيځ او لويديځ پاکستان سره جلا شول او نن ځانته خپلواک هېواد د بنګال په نوم لري او تاسې ورته حق نه ورکوئ او ورته وايئ چې موږ خو اوس جلا شوي يو.
 
د پنجاب ګورنره،
دا خو همدا تاسې واست چې بنګال مو مجبور کړ او ګټلې ټاکنې مو ورسره نه منلې او له دې سره سره مو د هغوی په بېرحمانه وژنو او کړاوونو مو هم اړي ونه کړه او په زرهاو دکتوری د لوړې کچې خلک مو هم ورشهيدان کړل چې په دې مو لا تنده ماته نه شوه او په لکونو مېرمنو مو جنسي تيری وکړ. تا ته خو پته ده چې ستا له جنرال نيازي سره څه وشول؟
 
ايا هغه وخت دې ياد دی چې خلک ورته په بامونو ولاړ ول او له دوی سره د بالمثله عمل ننداره يې کوله؟ که دې په ياد وي پروسږکال د سيکهانو د مذهبي ځای بابا نانک په پرانېستنه کې ښاغلي مودي په خپله تلويزيوني وينا کې له عمرانخانه مننه وکړه او د ده له نوم سره يې ”نيازی“ ورياد کړ. ښاغلی منوهن سينګهـ او نور مشران هم راغلي ول.
 
د پنجاب ګورنره،
وخت را روان دی او تاسې به د خپلو کړنو مېوه ترلاسه کړئ!
وان عاقبتم فعاقبوا بمثل ما عوقبتم به؛ ولئن صبرتم لهو خير للصابرين
النحل : ۱۲۶
 
د رياست کړنې ناسمې دي او په لوی لاس رياست غواړي چې د خپل ناسم او توپيري چلن له مخې چې تېر ځل ترې ”بنګال“ وزږېده، نو دا ځل به که خير وي يو نوی بنګال يا لوی ”افغانستان“ وزږيږي. د ولسونو حوصلې په لوی لاس مه ختموئ او مه نور لږه کي او پښتانه ځوروئ او پاڅون ته يې مه مجبوروئ، خو تاسې نور تېری مجبور کړل چې د خپل نېکه خوشالخان لاره خپله کړي. اګر چې هغه لا هغه وخت له خپلمينځي يووالي رنځېده، نو نن لله الحمد چې ولسونه وېښ دي او مجبور دي چې له تاسې سره د مغلو د پاتې شونو له مخې هوبهو کړنه ترسره کړي او داسې يو تاريخي دردمند او نه هېرېدونکی درس کړي چې بيا په تاريخ کې نه مخکې او نه وروسته چا ليدلی وي.
 
ستر خوشال:
اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو
که نه ما به د مغل ګرېوان پاره که
خو نن:
اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو
که نه ما [موږ] به د پنجاب ګرېوان پاره که
 
ستر باچا خان:
يا به يو کيږو او يا ورکيږو.
 
نو ننني حالات او د پنجاب ناسم توپيري چلن موږ لروبر پښتانه دېته هڅوي چې د مغلو د پاتې شونو ګرېوان ورپاره کړو او د تل لپاره ترې ځان بېغمه کړو او هغه دا چې پنجاب به ترڅو پورې د طالب په اوږه ټوپک اېښی وي او لروبر پښتانه به راشهيدانوي؟
 
د پنجاب ګورنره،
دا ورځې به زموږ وستاسې ترمينځ اوړي و رااوړي، خو په دې هم بايد پوه شې چې :
اليس الصبح بقريب
سهار / رڼا ډېره رانژدې ده.
رياست مجبور ومکلف دی چې يوه ورځ نه يوه ورځ زموږ مشروع حق راوسپاري او نور لږه کيو ته به خپل روا او مشروع حقونه ورکړي. ترڅو به پر سنديانو او بلوڅانو او کشميريانو دا د مذهب [اسلام] په نوم راج چلوي او د سرومال باج به ترې اخلي او درانه زيانونه به وراړوي؟
 
د پنجاب ګورنره،
زموږ د ټولو پر خاوره دې خېټه اچولې او ترڅو به پرې شخوند وهې؟ له چا دې د ګازو په طبعي زېرمو خېټه اچولې او د چا دې اوبه ولکه (بونګه) کړي او د چا خاورې او طبيعې زېرمو او خپلواکۍ ته دې سترګې خړې کړي دي؟ ترڅو به د ملا عبدالغني برادر، شيخ هبة الله او حقاني شبکې او په کشمير کې لښکر طيّبه، حرکة المجاهدين او په سند وبلوچستان کې د سپه صحابه او نورې سختدريځه ډلې او همدارنګه د طالب، داعش او القاعده ډلو له لارې له ولسونو او خلکو خپل ناروا باجونه اخلې؟ ترڅو به دې دا د مذهب لوبه روانه کړي وي او تر څو به يې نوره مخته يوسې؟
 
موږ که فلسطين غواړو، ولې د خپل لوی افغانستان حق ونه غواړو؟ همداسې بلوڅان، کشميريان او سنديان د خپلو حقوقو حقدار دي او بايد نور خپل حقونه له دغه ظالم او بېرحمه رياسته وغواړي او وخت يې رارسېدلی دی.
 
د پنجاب ګورنره،
دا يو الهي الهام دی چې نور په دې ولسونو کې خپور شوی او ذهنونو ته يې رسېدلی او تا ته به هم ډېر ژر په راتلونکې کې درورسيږي او دررسېدونکی دی. دا ځکه چې حق الله تعالی نه پټوي او راسپړي يې او حق خپل حقدار ته رسوي. حق زورور دی او څوک يې مخه نه شي نيولی.
 
که نن له موږ پورې خاندې، نو سبا به ژړا هم وکړې!
موږ نه غواړو چې د برما په سرنوشت اخته شو، بلکې لروبر يو لوی افغانستان غواړو. تاسې نه شئ کولی چې پر طالب زموږ هويت او له ستر هېواد ”لوی افغانستان“ او له خپل تاريخه خلاص کړئ! پښتانه تراوسه په دې خپله خاوره خپل تاريخ ساتلي دي او خپل تاريخ به دوی ساتي. ښاغلي افراسياب خټک لا مخکې پخپله يوه مرکه کې همدې ټکي ته اشاره کړې وه چې رياست (پاکستان) د څه لپاره طالبان ساتلي؟ څوک زموږ هويت او تاريخ نه شي ختمولی، بلکې د دوی شتون به نور ختميږي او رياست [پنجاب] دې نور د ځان د پايښت [بقا] خوبونه د مذهبي وړندو چرګوړو په شتون کې نه ويني. دا وړانده چرګوړي به هم يوه ورځ راوېښيږي.
 
زموږ پير اغا بايد په دې پوه شي چې دا څلوېښت کاله جهاد يې سم کړی او که ناسم؟ ايا په لمانځه کې د ”تحری“ له مسالې سره اشنا دی يا نه؟ کله چې په عبادت کې د تحری يا سوچ کولو اجازه شته، نو په سياست او خپل پوهاوي کې خو هرومرو شته. که نوموړی له حنفي فقهې سره اشنا وي، نو همدا به يې بس وي.