د پنجاب والي: د افغانستان ملي امنيت د منظور پښتين د وژلو هڅه کړي او د عارف وزير په وژلو کې د محسن دوړ او علي وزیر لاس دی

روهي (نۍ/۱۳ د غوايي)، د پاکستان د پنجاب ايالت والي يا ګورنر چودري محمد سرور ادعا کړې ده چې د افغانستان ملي امنيت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د وژلو هڅه کړې. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي عارف وزير چې نن ورځ ومړ په وژنه کې د دغه غورځنګ دوه غړو محسن دوړ او علي وزیر لاس وو. 

نوموړي دغه ادعا د Team Governor Punjab په ټوېټر پاڼه کړې چې افغانستان او پښتونخوا کې يې غبرګونونه راپورته کړي دي. د دغه ټوېټ سکرين شاټونه اخېستل شوي دي خو اوس دغه لېکنه له ياد ټوېټر حساب لېرې شوې ده. 

محسن دوړ دغه ادعا ته په غبرګون کې ليکلي دي چې د عارف وزير په  شهادت د پاکستان حکومت او د پنجاب ايالتي ادارې د غندنې او محکومولو غبرګون ونه ښوود بلکې د  پنجاب والي په دې اړه ناسم تبليغات او پروپاګندا خپوري.