حامد کرزي د عبدالله عبدالله طرحه ولسمشر غني ته وسپارله 

حامدکرزي د عبدالله عبدالله طرحه ولسمشر غني ته وسپارله 
روهي (نۍ/۱۳ د غوايي)، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي چې دوی د يو ټول - شموله حکومت طرحه چې په پايله کې به يې اوسنی سياسي کړکېچ پای ته ورسيږي ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلې ده. 

د اميد مثيم په نوم د عبدالله عبدالله يو وياند نن رسنيو ته تائيد کړې ده چې دغه طرحه د منځګړي پلاوي چې مشري يې پخواني ولسمشر حامدکرزی کوي ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلې ده. د دغه طرحې په اړه جزئيات نه دي وړاندې شوي. 

ويل کيږي چې د حکومت په کابينه او سياسي واک کې عبدالله عبدالله ته پنځوس سلنه ونډه، جنرال دوستم د مارشالۍ رتبې ورکول، په ځينو ولايتونو کې د عبدالله له خوا د واليانو او امنيه قومندانانو ټاکل او عبدالله عبدالله ته د مصالحې عالي شورا مشري د دغه طرحې اساسي غوښتنې او مسايل دي چې ثبات او همپالنې ټيم په کې د شرطونو په ډول وړاندې کړي دي. 

حامدکرزي ته نېږدې کسانو ويلي دي چې هيله لري ترڅو دواړه لوري سره هوکړې ته ورسيږي او روان سياسي کړکېچ چې د سولې خبرو مخه يې نېولې ده پای پيدا کړي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ او ډاکټر عبدالله عبدالله هم تېره ورځ تائيد کړې وه چې د سياسي کړکېچ د پای هڅې پايلې ته نېږدې شوې او په وخت به يې جزئيات له خلکو سره شريک شي.