
روهي (نۍ/۱۳ د غوايي)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح دفتر رسنيو ته ويلي دي چې دا ځلې په سياسي هوکړه کې واک پر پنځوس پنځوس نه وېشل کيږي او د ملي يووالي حکومت تجربه به تکرار نه شي.
د ولسمشر ماڼۍ د لومړي مرستیال د دفتر رسنیز مسوول رضوان مراد په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "په هېڅ ډول به حکومت دوه سری نشي، د ملي یووالي حکومت تجربه نه تکرارېږي او نه به هم واک پنځوس پنځوس وویشل شي."
تېره ورځ ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ولېکل چې د روان سياسي کړکېچ د پای ته رسېدو په برخه کې پرمختګ شوی دی، خو په اړه يې جزئيات نه وو شريک کړي.