صديق صدیقي: عبدالله ډلې سره خبرې روانې دي چې هرکله وروستۍ شي بيا ولس ته وايو 

روهي (نی/۱۳ د غوايي)، د ولسمشر وياند صديق صديقي د افغان حکومت او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې ترمنځ د سياسي کړکېچ د حل او پای ته رسېدو په برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنو ويلي دي. 

صديق صديقي پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي دي، چې خبرې روانې دي او هغه وخت چې وروستۍ شي نو زمونږ دريځ او د خبرو منځپانګه به له ولس سره شريکه کړو. 

نوموړي په ټوېټرليکلي دي، "مذاکرات او خبري اتري د مهمو مسایلو او سیاسې موضوعاتو په اړه په مختلفه کچه رواني دي، پدې برخه کې دپام وړپرمختګونه هم سوې دي، کله چې نهایې سول، حکومت به خپل دریځ او دمذاکراتو جزیات پر وخت له ولس سره شریک کړي."

تېره ورځ ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي وو چې د سياسي کړکېچ د حل په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.