د ذهني چلند آماده کولو اووه لارې چې تاسو ته به سوله او خوښي راولي

* راځئ چې خپل مغز او روان د آرامښت، هڅونې، روغتیا او دهیلو په افکارو ډک او په مغز کې ورته ځای ورکړو ځکه، زموږ ژوند هغه دی کوم چې زمو له افکارو جوړ دی.

* راځئ حتی خپل دښمن هم ونه غندو او زیان ورته ونه رسوو او که دا کار وکړو شاید له دښمن څخه خپل ځان ته زیات زیان ورسوو نو ښه خبره دا ده چې یو دقیقه هم دهغو خلکو په اړه فکر ونکړو کوم چې موږ نه خوښوي ځکه د په اړه یې فکرکول د وخت ضايع  ده.

* راځئ په یاد ولرو د خوښۍ یوازینۍ لار داده چې چانه د مننې انتظار ونلرو داسې ورځې ته په طمعه شو چې د مننې په پار به خلک خپله منډې در پسې وهي.

*راځئ خپل نعمتونه حساب کړو اما خپلې سختۍ او زحمتونه نه.

* راځئ خپل ځان خپله پیدا کړو هغه څوک باید و اوسو کوم چې یو له نورو خلکو تقلید ونکړو ځکه تقلید د ځان وژنې په معنی ده، کینه جهالت او بې خبري ده.

* که چیرې زموږ سرنوشت د لیمو په څیر شي راځۍ خپله کوښښ وکړو چې د لیمو شربت شي.

* راځئ خپل خفګان نورو ته د خوښۍ په ورکولو هیر کړو کلچې ته نورو ته ښه شې ته خپله بیا  خپله ځانته غوره او بهتره یې.