کورنيو چارو په تېرې يو مياشتې کې د تلفاتو او لاس ته راوړنو راپور وړاندې کړ

روهي (ني/۱۳ د غوايي)، د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين نن کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې په تېرې يوې مياشت کې د لاس ته راوړنو او تلفات په اړه مالومات رسنيز کړل. 

د آرين د مالوماتو پر اساس په تېرې يوې مياشت کې طالبانو زرو ولسي وګړو ته مرګ - ژوبله اړولې ده، چې ۳۵۰ کسان  يې وژلي، ۵۹۰ ټپيان او نور يې ژوندي تښتولي دي. همدا ډول وسله والو طالبانو ۲۰۰ د سړک غاړې او نښلونکي مايونونو ته چاودنې ورکړې. نوموړي دا هم ويلي دي چې د طالبانو تلفات ۱۴۰۰ ته رسيږي. 

د جنايي جرمونو په برخه کې ۱۴۱ وژونکي، ۳۰ غصب کوونکي، ۴۸ د موټر او موټرسايکل غله، ۱۲ انسان تښتونکي، ۸۳ د نشه يي توکو قاچاق کوونکي، ۳۵ وسله وال غله او ۱۱۶ بيل بيل نور غله او د عامه نظم ګډوډونکي نېول شوي دي. 

طارق آرين دا هم ويلي دي چې ۹۵ جنايي ډلې يا بانډونه له منځه وړي او د جنايي پېښو پر وړاندې يې ۳۵۰ عمليات د هېواد په بيلا بيلو ولايتونو کې تر سره کړي دي.