د پاکستان د پارلمان رئيس په کرونا ويروس اخته شوی 

روهي (نۍ/۱۳ د غوايي)، د پاکستان د پارلمان رئيس اسد قيصر په ټوېټر ليکلي دي چې د کرونا ويروس ټېسټ يې مثبت وو او اوس مهال يې په خپل کور کې ځان  قرنطين کړی دی. د پاکستان روغتيا وزارت هم په کرونا ويروس د اسد قيصر د اخته کېدو پخلی کړی. 

پاکستان کې تر ۱۸ زره کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي او ۴۱۷ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. حکومت په هېواد کې ګرځبديز اعلان کړی، ډېری دولتي او تعليمي ادارې او همدا ډول جوماتونه تړل شوي دي. 

د يادونې ده چې تېره ورځ د روسيې لومړي وزير هم په کرونا ويروس د اخته کېدو وويل او په کور  کېناست. د نړۍ د هېوادو په مشرانو کې د انګلستان لومړی وزير جان بورېس لومړی کس چې په کرونا ويروس ککړ او له يو سخت وضعيت له تېردو وروسته جوړ شو.