ورک کېم جونګ اون را پيدا شو 

روهي (نۍ/۱۳ د غوايي)، له تېرو درېيو  اوونيو د شمالي واکمن دېکتاتور کېم جونګ اون د عامو خلکو له سترګو او رسنيو ورک شو. کېم جونګ اون د خپل نيکه او د شمالي کوريا د بنسټ اېښودنکي (کیم ایل سونګ) د زيږدو په ورځ چې د اپريل ۱۵مه نېټه ده ونه لېدل شوی او دغه ورځ د نورو کالنو په ډول  ونه لمانځل شوه او هم په دې  اړه کوم پيغام شو. ياده ورځ چې د شمالي کوريا لپاره مهمه او ملي ورځ ده، د کېم جونګ اون په اړه يې لسګونه پوښتنې راپورته کړې. 
 
د جاپان او چين په شمول د لوېديځ ځينو رسنيو وويل چې کېم جونګ اون د زړه عمليات کړي دي او په يو بيړني روغتيايي وضعيت کې دی، ځينو رسنيو وليکل چې کېم جونګ اون د زړه له عملياتو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. چا ويل چې کېم جونګ اون د کرونا ويروس له ويرې د دغه هېواد لېرې  ساحلونو ته تللی دی. 

د شمالي کوريا په ګاونډ کې، سويلي کوريا د کېم جونګ اون د مړينې يا ډېر خراب روغتيايي وضعيت په اړه اوازې رد کړې او چارواکو يې وويل چې دوی وضعيت له نېږدې څارې او شمالي کې کوريا  کې داسې حالت تر اوسه نه دی رامنځ ته شوی چې د کېم جونګ اون نشتون او يا هم مړينه په ګوته کړي. د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ سپېنه ماڼۍ کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د کېم جونګ اون په اړه مالومات لري او په نېږدې ورځو کې به هغه د رسنيو پر وړاندې راڅرګند شي. 

نن روځ وختي د شمالي کوريا مرکزي خبري آژانس يا KCNA د کېم جونګ اون  انځورونه رسنيز کړل او وويل چې نوموړي د پلازمينې پیونګ یانګ سره نېږدې په سانچون د لوړپوړو دولتي چارواکو په ګډون د يوې فابريکې پرانېسته وکړه. 

د KCNA وېب سايټ په نشر شوي انځور کې ښکاري چې کېم جونګ اون د نوې جوړې شوې فابريکې پرانېستې په موخه، سره رنګه پټۍ پرې کوي او د حکومت لوړپوړي چارواکي ور سره دي. تر اوسه هم د شمالي کوريا دولتي رسمي سرچينو او رسنيو په دې اړه څه نه دي ويلي چې په نېږدې تېرو شلو ورځو کې کېم جونګ اون چېرته او ويلي يې ځان له رسنيو پټ ساتلی وو؟ 

تر اوسه يوازې د کېم جونګ اون انځورنه رسنيز شوي دي او د نوموړي په اړه د خپره شوي خبرونو په اړه په خپله کېم جونګ اون کومې څرګندونې نه دي کړي. يو شمېر امريکايي رسنيو دا هم ليکلي دي چې ښايي خپره شوي انځورنه پخواني وي او د کېم جونګ اون په اړه سم مالومات نه ورکول کيږي. د یادو رسنيو د وړاندوينو پر اساس کېم جونګ اون مړ دی او که ژوندی تر اوسه مالومه نه ده، خو د شمالي کوريا حکومت د وضعيت د عادي ساتلو لپاره د نوموړي د تېر وخت انځورنه، ويډيوګاني او خبرونه رسنيز کړي  تر څو شکونه له منځه يوسي.