یو چا راته کیسه کوله چې ما یو همکار لره کله چې به یې خپل معاش واخیسته نو نیمه میاشت به یې سم خواړه خوړل او نیمه میاشت به یې ډیر ساده خواړه د خپل کوره له ځان سره راوړل.
کله چې د هغه ځای څخه زما د تبدیلۍ آخره ورځ وه نو څنګ ته یې کښیناستم، ومې ویل:
ـ تر کله به همداسې حالت ته ادامه ورکوې؟
حیران شو، وې پوښتل کوم حالت؟
ـ همدا چې نیم ژوند دې د خانانو په څیر دی او نیم د فقیرانو
لومړی مې سترګو ته ښه ځیر شو او بیا یې ځواب راکړ:
ـ کوم وخت دې دربست ټکسې نیولې؟
ـ ما ویل نه
ـ تر ننه یو عالي کنسرت ته تللی یې؟
ـ نه
ـ تراوسه دې د لوړې بیې والا خواړه خوړلي او یا دې کله څکلي هم دي که نه؟
ـ نه
ـ تر ننه دې په خپلو ټولو پیسو د هغه چا له پاره چې درته ګران دی او یا مینه ورسره لرې کومه ډالۍ اخیستې؟
ـ نه
ـ کوم وخت دې ډېرې قیمتي جامې اغوستي دي؟
ـ نه
ـ کله میئن شوی یې؟
ـ نه
ـ کوم وخت یوه اونۍ د چکر له پاره بهر ته تللی یې تر څو ځان راحته کړې او د یو څه مودې له پاره د خپل کاري ژوند څخه لرې ووسې؟
نه
ـ ښه نو ته اصلاً ژوندی یې
ـ هو...نه ...نه پوهېږم
په خندا شو او تر ډېره یې راته په تحقیر آمیزه بڼه ښه ځیر ځیر وکتل او بیا یې د خدای پامانۍ په وخت کې راته داسې یوه جمله وویله چې زما ټول ژوند ته یې بدلون ورکړ:
" که ډېر نه شې نو حد اقل نیمه میاشت ژوند وکړه "
چارلز لمبرت
ژباړونکې اوږۍامانزۍ
وروستي