د نړۍ هغه هېوادونه چېرته چې کرونا ويروس نشته 

د نړۍ هغه هېوادونه چېرته چې کرونا ويروس نشته 
روهي (نۍ/۱۳ د غوايي)، د ډيلي ميل رسنۍ د مالوماتو پر اساس تر اوسه د نړۍ شلو هېوادونو او خپلواکو سيمو ته کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ نه دی رسېدلی او کومه مثبته پېښه په کې نه ده راپور شوې. 

د  قمر ټاپوګان؛ 
د کیریباتي جمهوريت؛ 
 لسوتو؛ 
د مارشال ټاپوګان؛ 
 د میکرونزي ايالتونه؛ 
د نائورو جمهوريت؛ 
 د پالائو هېواد؛ 
د سلیمان ټاپګانو؛ 
 تونګا؛ 
 ترکمنستان؛ 
 تووالو؛ 
 د وانواتو جمهوريت  او شمالي کوریا هغه هېوادونه چې د کرونا ويروس هېڅ مثبتې په اړه په کې نه دي ويل شوي. دغه نوملړ کې د تاجکستان نوم هم راغلی خو دوه ورځې وړاندې تاجسکتان  کې د کرونا ويروس لومړۍ ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې. 

د نړيوالو شمېرنو پر اساس د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو ته تر اوسه کرونا وژونکی ويروس رسېدلی دی. شمالي کوريا کې تر اوسه د کومې مثبتې پېښې نه دي ويل شوي، خو باور دا دی چې ياد هېواد د مثبتو پېښو او شمېر پټ ساتي. 

کرونا ويروس د ۲۰۱۹ کال په وروستيو کې له چين خپور شو، چې اوس مهال يې د نړۍ په ۱۸۶ هېوادونو کې درې مېلېونه او درې لکه کسان ککړ کړي او د ۲۳۸۵۰۶ نورو ژوند يې اخېستی دی.