نړۍ  کې د کرونا ويروس د نن ورځې وروستۍ شمېرې 

روهي (نۍ/۱۳ د غوايي)، د جان هاپکنز پوهنتون د وروستيو شمېرو په اساس نړۍ په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۳ مېلېونه او نېږدې درم لکو ته رسېدلی دی، چې له درملنې وروسته ۱۰۵۳۲۴۹ کسان  رغېددلي هم دي. 

دغه ويروس اوس مهال د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو ته رسېدلی دی. تاجکستان کې تېره اوونۍ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې وړاندې يې مثبته پېښه نه درلوده. کرونا ويروس ټول - ټال نړۍ کې د ۲۳۸۵۰۶ کسانو ژوند اخېستی دی. 

امريکا متحدو ايالتو کې ۱۱۰۳۴۶۱ کسان په دې ويروس ککړ او ۶۴۹۴۳ نور ورڅخه مړه شوی دي، چې د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله ترټولې لوړې شمېرې دي.