عبدالله عبدالله: د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې سياسي کړکېچ پای ته نېږدې شوی او ځيني هوکړې شوې 

روهي (جمعه/۱۲ د غوايي)، د ملي يووالي حکومت پخواني اجرائيه رئيس او د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له افغان حکومت سره د ده د سياسي کړکېچ د حل  او پای ته رسېدو خبر ورکړی. 

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، چې د هېواد د يو شمېر سياسي څېرو په منځګړېتوب د سياسي کړکېچ د حل په برخه کې لاس ته رواړنې شتون لري، پر ځينو اصولو هوکړه شوې ده او اوس يې په جزئياتو خبرې کيږي. 

ډاکټر عبدالله عبدالله د هوکړه شوي مسايلو په اړه مالومات نه دي ورکړي خو ولس ته يې ډاډ ورکړی دی چې دغه سياسي کړکېچ به کم وخت کې پای ته ورسيږي.