افغانستان کې  اووه مېلېونه ماشومان وږي دي 

روهي (جمعه/۱۱ د غوايي)، له ماشومانو د ملاتړ نړيوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي دي چې افغانستان کې د جګړې، ناامنۍ، بې کارۍ، بې سودايۍ او ځيني نورو لاملونو اووه مېلېونه او نېږدې درې لکه ماشومانو له لوږې سره مخ دي. 

ماشومانو وژغورئ يا Save the children ادارې په راپور کې ويل شوي  دي چې د افغانستان د ټول نفوس درېيمه برخه چې اووه مېلېونه او درې لکه په کې ماشومان شامليږي، له لوږې سره مخ دي. 

د ماشومانو د ملاتړ د دغه ادارې په راپور کې ويل شوي دي چې افغانستان کې د کرونا ويروس په خپرېدو او د روژې مياشتې په راتګ سره د خوراکي توکو بيې لووې شوې دي چې ماشومان، ډېر عمر خلک او حمل لرونکې ميرمنې يې له لوږې سره مخ کړي دي. 

Save the children له نړيوالې ټولنې غوښتي دي، چې افغانستان  په اوسني وضعيت کې لومړنيو مرستو ته اړتيا لري ترڅو مېلېونه کسان له لوږې وژغورل شي.