د روسيې لومړی وزير په کرونا ويروس اخته شوی 

روهي (جمعه/۱۲ د غوايي)، روسي چارواکو په کرونا ويروس د دغه هېواد د لومړي وزير ميخايل ميشوستين د اخته کېدو خبر ورکړی دی. نوموړی اوس په خپل استوګن ځای کې قرنطين شوی دی. 

ميخايل ميشوستين د روسيې له ولسمشر ولادميير پوتين سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي او نوموړی ته ويلي دي چې د کرونا ويروس ټېسټ يې شوی دی چې پايله يې مثبت ده. 

ولسمشر پوتين د يو فرمان پر بنسټ مرستيال لومړی وزير اندري بيلووسوف د چارسمبال لومړي وزير په توګه ټاکلی دی. لومړي وزير ميخايل ميشوستين ويلي دي چې  د مهمو مسايلو په اړه به ځان خبر ساتي. 

د نړۍ د هېوادونو په مشرانو کې له دې وړاندې د انګلستان لومړی وزير په کرونا ويروس اخته شوی وو، چې د بيړني وضعيت له تېرېدو وروسته جوړ او اوس مهال له روغتون رخصت شوی دی.