د ۷،۳ میلیون ماشومانو په ګډون د افغانستان دریمه برخه وګړي د خوړو کمښت سره مخ دي

روهي(جمعه/۱۲ د غویي)، د برتانیا ماشوم ملاتړې نړیواله خیریه اداره وایي، موندنې ښيي چې د ۷،۳ میلیون ماشومانو په ګډون د افغانستان دریمه برخه وګړي په اپرېل او مې میاشت کې د خوړو کمښت سره مخ دي. د خوړو نړیوال پروګرام اټکلوي چې تېره میاشت د افغانستان سترو ښارونو کې د غنمو او غوړیو بیه تر ۲۳ سلنې پورته شوې، خو د وریځو، شکرې او غلو دانو بیه له ۷ تر ۱۲ سلنې زیاته شوې ده او لامل یې هم دا بللی چې د عرضې سیستم د تقاضا ځواب نشي ویلی.
 
په رپوټ کې ټینګار شوی چې ان د کورونا وېروس له نړیوال جنجال مخکې په افغانستان کې ۵،۲۶ میلیون ماشومان انسان دوستانه ملاتړ ته اړ وو او افغانستان د ماشومانو لپاره یو تر ټولو خطرناک ځای بلل شوی دی. په داسې مهال چې د خوراکتوکو بیې لوړېږي، د خوړو اخیستلو لپاره د دیاړيمارو( د ورځانې کارګرو) وس کمېږي، ځکه د قرنطین له امله ورځانه یا دیاړي کمه شوې ده.
 
 
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې پر ۲۰۲۰ کال افغانستان کې ۵۶ سلنه اړمن کسان له ۱۸ کلونو کم عمره دي او دا مانا لري چې له ۹،۴ میلیون اړمنو افغانانو ۵،۲۶ سلنه ماشومان دي.د ملګرو ملتونو د خوړو تازه سروې وايي، افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره نږدې دوه میلیونه ماشومان له سختې وژونکې لوږې رنځېږي.