غزني: د ماین چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

روهي(جمعه/۱۲ د غویي)، د غزني ولایت د پولیسو ویاند احمد خان سیرت  وویل، چې د یوې کورنۍ پنځه غړي په یو موټر کې د لوګر ولایت څخه د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ ته روان وو، چې د پکتیکا او غزني ترمنځ په لویه لار پرې ماین وچاودید.
 
د غزني ولایتي چارواکو ادعا کړې، چې طالبانو دا افغان امنیتي ځواکونو ته په سړک کې ښخ کړی وو، خو طالبانو لا تراوسه د غزني ولایتي چارواکو ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.په وروستیو ورځو کې د غزني په ولایت کې د ماین په چاودنو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.د دې اونۍ په سر کې هم د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ څلور اوسیدونکي د ماین په چادونه کې وژل شوي وو.
 
د غزني د ولایت د حکومت د رسنیو دفتر وايي، په تیرو دوو میاشتو کې په دې ولایت کې دیارلس ملکي وګړي د ماین په چاودنو کې وژل شوي دي.