افغانستان کې په نشو د روږدو کسانو را ټولول بیا پیل کیږي

روهي(جمعه/۱۲ د غویي)، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په نشه یي توکو د روږېدېدا کمولو ریاست وايي، د کورونا وېروس خپریدو له ویرې یې ښارونو کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو چاره پیل کړې ده.یاد وزارت وایي چې دوی دا کار د امنیتي کسانو په مرسته ترسره کوي.
 
 
چارواکي وايي، د کورونا وېروس له خپرېدو راهیسې یې یوازې د کابل ښار له لارو کوڅو کابو ۴ زره روږدي کسان ټول کړي او ښایي دا شمېر تر شلو زرو ورسېږي. افغان روغتیايي چارواکي بیا بیا پر خلکو نیوکه کوي چې د حکومت له خوا وضع شوي محدودیتونه ډېر په پام کې نه نیسي.
 
په نشه يي توکو د روږدو کسانو زر بستریز روغتون مشر ډاکټر احمد ظاهر سلطاني بي بي سي ته وویل،‌ د دې کسانو د ساتنې او درملنې لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي:
"موږ چې کوم چوپړونه هلته وړاندې کوو، ناروغ لومړی سکریننګ کوو، که مو دوی کې د کورونا اړوند نښې ولېدې، هغه بیا د کوویډ-۱۹ مرکز ته وړو او هلته ترې سمپلونه اخیستل کیږي که مثبت و بیا موږ خپل اجراات کوو."