سرینا ویلیمز، نومي اوساکا او ماریا شره پووا :په ژوندۍ بڼه اتلولیو کې به ګډون وکړي



روهي(جمعه/۱۲ د غویي)، سرینا ویلیمز، نومي اوساکا او ماریا شره پووا د هغو ټېنس ستورو په ډله کې دي چې د ماریو ټینس اسېس په ژوندۍ بڼه اتلولیو کې به ګډون وکړي.د کور پاتېدو او ټولنیز واټن اړتیا له مخې ژوندۍ لوبې ځنډول شوې، ځکه لوبغاړو او لیګونو د خپلو مینوالو د بوختولو لپاره پرلیکه لوبو ته مخ کړی دی.د فوټبال غوره لیګ، د ګاډي ځغلولو فارمولا یو او د ملي باسکېټ بال ټولنه د برېښنايي ورزش د سیالیو کوربتوب کوي.
 
دا خواله رسنۍ د پرلیکه لوبو د کوربتوب خپلولو هڅه کوي.دې جوړه لوبغاړو کې ګڼ شمېر نامتو ستوري شامل دي لکه سرینا ویلیم او ګیګي هدید، نومی اوساکا او هایلي بایبر، ماریا شرپووا او کارلي کلوس، کیون اندرسن او ریان تنیهیل، وینس ویلیمز او ډینډری هاپکینز، کي نیشیکیور او سټیو اویکي، مډیسن کیز او سیل، ټیلر فریټز او اډیسن رای.
 
دې نوښت کې به مخکښ ټېنس لوبغاړي له نامتو کسانو سره ملګري شي او د نیتندو سوېچ لوبه کې به د کرکټرونو په څېر ولوبېږي.د کورونا وېروس د وبا له امله چې لوبې لغوه شوې ور سره برېښنايي سپورټ ډېر مینوال موندلي دي.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ