ډونلډ ټرمپ:چین به په خپل ټول توان هڅه وکړي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ده د بریالیتوب مخه ونیسي

روهي(جمعه/۱۲ د غویي)، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چین به په خپل ټول توان هڅه وکړي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ده د بریالیتوب مخه ونیسي. ښاغلي ټرمپ رویټرز خبري اژانس سره مرکه کې یو ځل بیا پر چین نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دا هېواد به د امریکا له اړخه د کورونا وېروس د خپرېدو په تړاو له ډېرو احتمالي عواقبو سره مخامخ شي.
 
د رپوټونو له مخې ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین له غړو سره خبرو کې په ټینګار سره ویلي چې د جو بایډن په وړاندې به ماته ونه خوري. د امریکايي رسنیو د رپوټونو له مخې د تېرې جمعې پر ورځ ښاغلی ټرمپ پر خپلو سلاکارانو د هغو نظر پوښتنو د پایلو په تړاو غوسه شوی و چې ښودل یې دی په ځینو هغو ایالتونو کې نه بریالی کیږي چې د ټاکنو له پلوه حساس دي.
 
هغه ویلي چین باید نړۍ د دې ساري ناروغۍ په اړه له وړاندې خبره کړې وای.خو ډېر کله پر ښاغلي ټرمپ له دې امله تور پورې کیږي چې د کورونا وېروس له امله د رامنځته شوي کړکیچ د مخنیوي لپاره یې کافي هڅې نه دي کړي.