د جرمني د کورنیو چارو وزارت : د حزب الله ډلې فعالیتونه د جنایي قانون خلاف دي  او پر هر ډول فعالیت بندیز ولګاوه

روهي(جمعه/۱۲ د غویي)، جرمني د ایران له ملاتړه برخمنه لبنانۍ حزب الله ډله یوه ترهګره ډله وبلله او په جرمني کې یې د دې ډلې اړوند پر هر ډول فعالیت بندیز ولګګاوه.دا چې حزب الله ډله په جرمني کې رسميت نه لري نو ګومان کیږي چې دا کسان به جرمني د خپلو پلانونو جوړولو، بسپنې راټولو او د ملاتړو جلبولو لپاره کاروي.له دې وړاندې جرمني د حزب الله د سیاسي او پوځي برخو ترمنځ توپیر کاوه.
 
 
د برلین، بریمین، مونسټر او ډورټمونډ په ګډون د جرمني په څو ښارونو کې پولیسو د څو مذهبي ټولنو پر مرکزونو او جوماتونو د هغو کسانو د نیولو لپاره عملیات کړي چې ګومان کیږي د حزب الله ډلې غړي دي.
 
 
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې ټولنو په اړه څېړنې روانې دي، ځکه ګومان کیږي چې دا د حزب الله ډلې اړونده دي او د دې ډلې مالي ملاتړ او په ګټه یې تبلیغات کوي.د جرمني د کورنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د حزب الله ډلې فعالیتونه د جنایي قانون خلاف دي او دا ډله د نړیوال تفاهم د نظریې پرضد ده.
 
 
د جرمني د دې نوې پرېکړې له مخې په دغه هېواد کې په هر ډول غونډو، رسنیزو فعالیتونو او خپرونو کې د حزب الله ډلې نشان کارل منع دي.