نیو یارک:  لسګونه مړي په لاریو کې موندل شوي

روهي(جمهخ/۱۲ د غویي)، د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې یوازې په نیویارک ښار کې د کورونا وېروس له کبله تر ۱۸۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. د امریکا په نیویارک کې په روانو لاریو کې لسګونه مړي له هغه وروسته موندل شوي، چې لارویانو یې د بوی خپرېدو شکایت وکړ. د اندریو ټي کلیکلې په نامه کفن - دفن شرکت دغه لارۍ کرایه کړې وې او مړي یې له کنګل سره پکې بار کړي وو.
 
تر اوسه معلومه نه ده، چې ایا دغه کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي او که نه،خو په نیویارک ایالت کې چې له دې وېروسه سخت اغېزمن امریکایی ایالت دی، د مړستونونو مسوولین او ځايي چارواکي د مړینې لوړ شمېر له کبله د جسدونو کفن – دفن لړ کې له ستونځو سره لاس او ګرېوان دي.
 
د هغې سیمې یوه اوسېدونکي چې مړي په لاریو کې پکې موندل شوي نیویارک ټایمز ته وویل:"دوی دغه مړي په لاریو کې بار کړي وو، مړي په کڅوړو کې یو پر بل د پاسه پراته وو او ټولې لارې یې ( له مړو) ډکې وې "