عبدالله  به د سولې شورا مشرشي

روهي(جمعه/۱۲ د غویي)، سرور دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبرا لاینز سره خبرو کې ویلي د ولسمشرۍ ټاکنو جنجال ختم شوی او څو ورځو کې به عبدالله عبدالله د سولې شورا مشر شي.سرور دانش د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ملګريو ملتونو له ځانګړي استازي سره د ویډیو له لارې خبرې کړې دي.
 
دانش زیاتوي: "تر څو راتلونکو ورځو دواړه لوري هوکړه کوي او ښاغلی عبدالله به د سولې شورا مشر شي".ښاغلي عبدالله او د ټاکنډلې ویاندانو یې دا موضوع نه ده تایید کړې، خو کومه طرحه چې ویل کېږي دې ډلې تایید کړې، رسنیو ته رسېدلې او په هغه کې ښاغلي عبدالله د سولې چارو کې اجرايي صدرات رامنځ ته کولو، ۵۰ سلنه مهمو حکومتي بستونو او د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم ته د مارشالي رتبې ور کولو غوښتنه کړې ده.
 
تېره اونۍ د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال او د عبدالله عبدالله ملاتړي احمد ضیا مسعود خبرداری ور کړ چې که ښاغلی عبدالله د سولې شورا مشري ومني، دا ډله به یې ملګرتیا ونه کړي.