د مشرانو جرګې پرېکړې ته د عامې روغتيا وزير غبرګون: ستاسې له مينې مننه 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د غوايي)، مشرانو جرګې نن ورځ د هېواد عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز او د ولسمشر سلاکار وحيد عمر په چارو کې د سستۍ او اداري فساد په تور لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي. 

مشرانو جرګې ويلي دي چې دغه دوه حکومتي چارواکي د کرونا ويروس په اړه مشرانو جرګې ته د مالوماتو په پار وغوښتل شول خو دوی حاضر نه شول او همدا ډول عامې روغتيا وزير د کرونا ويروس په کمزوري مديريت او وحيد عمر د کرونا ويروس لپاره ځانګړي شوي پيسو کې په فساد تورن شوی دی. 

د مشرانو جرګې دغه پرېکړې ته په غبرګون کې  عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي "ستاسې له مينې مننه." 

نوموړي مشرانو جرګې ته دا خبرداری هم ورکړی دی چې د يو چتر لاندې د ولس د استازو راټولېدنه او بيا د هغه کسانو راټولېدنه چې قانون جوړوي، نه بښونکی ګناه او ګواښونکی عمل دی.