کرونا ويروس سره مبارزه کې پاتې راغلی؛ مشرانو جرګې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز لويې څارنوالۍ ته معرفي کړ 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د غوايي)، د هېواد مشرانو جرګې عامې روغتيا ډاکټر وزير فيروز الدين فيروز او د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د جوړې شوې کمېټې مسوول او د ولسمشر غني سلاکار وحيد عمر لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي. 

عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز د کرونا ويروس د لا خپرېدو او روغتونونو کې د شتون ستونوز له امله په کمزوري مديرت  او همدا ډول وحيد عمر د کرونا ويروس لپاره ځانګړې شوي پيسو کې په فساد تورن شوی دی. 

څه وخت وړاندې کابل کې بې وزله کورنيو ته په پلاستيک کڅوړو کې د کرونا سره مبارزې کميټې له خوا څلور نيم - څلور نيم کيلو غنم ووېشل شول چې  د خلکو منفي غبرګونونه يې راپورته کړل.