هېواد کې په کرونا ويروس د ککړو او مړو د نن ورځې وروستۍ شمېرې 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر اساس تېره ورځ هېواد کې د کرونا ويروس ۲۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې دې سره افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۱۷۱ ته ورسېد. 

د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاکټر وحيد مجروح نن ورځ کابل کې په يوې خبري ناسته کې وويل چې تېره ورځ درې د مړينې پېښې شوې او  له ۲۳۲ مثبتو  پېښو ۴۵ کندهار، ۴۱ په بلخ، ۲۰ کابل، ۲۴ هرات او نور بيلا بيلو ولايتونو کې ثبت شوې دي. 

عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د کرونا ويروس خپرېدل د اندېښنې وړ او پورته حالت کې بولي او له هېوادوالو په ټڼېګار غواړي چې په دې برخه کې قرنطين او د روغتيا وزارت نورې لارښوونې جدي په پام کې ونېسي.