روهي (پنځه نۍ/۱۱ د غوايي)، د پيسو نړيوال صندوق په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د اجرائيوي بورډ له خوا کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د پيسو نړيوال صندوق له لوري افغانستان ته د ۲۲۰ مېلېونه ډالرو مرسته منظوره شوې ده.
د دغه سازمان په اعلاميې کې ويل شوي دي، چې کرونا ويروس د افغانستان په اقتصاد بد ډول اغېزمن کړی دی او د دغه هېواد وګړي له لوږې سره مخ شوي دي.
ياده خبرپاڼه کې په افغانستان کې پلي شوي ګرځبنديز ته اشاره شوې ده او ويل شوي دي چې د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ په بندېدو سره افغانستان مرستو ته اړتيا لري او د پيسو نړيوال صندوق په دې برخه کې خپل مسووليت ادعا کوي.
وروستي