نړۍ کې د کرونا ويروس تر نن ورځې وروستۍ شمېرې 

روهي (پنځه نۍ/۱۱ د غوايي)، د جان هاپکنز پوهنتون د مالوماتو پر اساس د نړۍ په نېږدې ۱۸۵ هېوادونو کې درې مېلېونه او ۱۹۳ زره کسان په کرونا ويروس ککړ شوي دي چې له دې جملې يې يو مېلېون او ۳۹ زره تنه په امريکا کې دي. 

په نړيواله کچه د مړينې شمېرې ۲۲۷ زره، ۵۳۵ تنو ته رسېدلی دی چې په دې کې هم د امريکا متحدو ايالتو شمېرې د نړۍ له بل هر هېواد پورته دي او تر اوسه ۶۰۹۶۷ کسان کرونا ويروس مړه کړي دي. 

د جان هاپکنز پوهنتون وروستۍ شمېرې ښيي چې تر اوسه نېږدې يو مېلېون کسان له درملنې وروسته جوړ شوي هم دي.