ولسي جرګه تر يوې ناڅرګندې مودې رخصت شوه 

روهي (څلورنۍ/۱۰ د غوايي)، هېواد کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره نن ورځ ولسي جرګه هم رخصت شوه. د ولسي جرګې رئيس ويلي چې د عامې روغتيا وزارت د بيا - بيا ځلې غوښتنو او سپارښتنو پر اساس يې دا پرېکړه کړي. 

د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني ويلي چې د وضعيت تر ښه کېدو پوري به ولسي جرګه رخصت وي. يو شمېر وکيلان بيا د ولسي جرګې په رخصتېدو نيوکه کوي او زياتوي چې حکومت د ولس دا غږ د کرونا ويروس په نوم سره چوپ ساتل غواړي. 

د يادونې ده چې افغان حکومت ښوونځي، پوهنتونونه، دولتي اداري رخصت کړي او همدا ډول يې د افغانستان په ډېری ولايتونو کې په تګ - راتګ ګرځبنديز لګولی دی.