عبدالله عبدالله: کابل کې د روسيې له سفير سره مې وکتل؛ د افغانستان او روسيې په اړيکو مو خبرې وکړې

روهي (څلورنۍ/۱۰ د غوايي)، د ولسمشر غني او پخواني اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي کړکېچ د منڅګړېتوب پر اساس د پای په ترڅ کې عبدالله عبدالله سره افغانستان کې د يو شمېر بهرنيو هېوادو سفيرانو ناستې او لېدنې ډېرې شوې دي. 

نن ورځ د اروپايي ټولنې سفير پيير مايودين او همدا ډول کابل کې د المان، فرانسې، هسپانيې، فينلنډ، هالنډ، سويدڼ، ناروي او چک جمهوريت سفيرانو له پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د سياسي کړکېچ د حل په پار ټيلفوني خبرې کړي. 

د عبدالله عبدالله له لوري پر فېسبوک يوې بلې نشر شوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې کابل کې د مسکو سيفر الکساندر مانتيتسکي هم د روسيې او افغانستان د اړيکو په اړه له عبدالله عبدالله سره لېدلي دي.