د کرونا ويروس پر مهال کوم خواړه بايد وخورئ؟ د روغتيا نړيوال سازمان لارښوونې

هغه وخت چې تاسې يا د کورنۍ کوم غړی مو په کرونا ويروس ککړ شي، نو منظم خواړه او مايعات ورکول ورته اړين دي. هغه کسان چې ښه خواړه خوري، روغتيامن وي او د وجود دفاعي سېسټم يې غښتلی وي. هڅه دې وشي چې تازه غذا وخوړل شي. له تازه غذا موخه دا ده چې کنسرو يا قوطيو  کې بند  خواړه د کرونا ويروس پر مهال مه خورئ. تازه خواړه ویتامینونه، معدني مواد، فیبر، پروتيین او آنتي اکسیدان لري چې د دغه په مرسته د وجود دفاعي سېسټم غښتلی کيږي.

د زړه ناروغيو، د وينې لوړ فشار، شکر ناروغۍ، ډېر وزن  او د زړه حملې د ناروغيو د مخنيوي په پار له ډېرې مالګې، غواړو او خواږو ډډه وکړئ. مالګه، غواړي او خواږه د د فشار او زړه ناروغۍ د تېزۍ لامل کيږي او هغه څوګ چې د زړه ناروغۍ او شکر ولري نو کوېډ-۱۹ په اسانۍ پرې حمله کولی شي. 

روغيتا نړيوال سازمان د کوېډ-۱۹ ناروغان لپاره د دوه ډوله شيانو د خوراک او  دوه ډوله نور د کم او يا هم نه خوراک لارښوونه کوي. 

۱- هره ورځ تازه خواړه وخورئ: 
- شيدې، د ماهي غوښه، هګۍ؛ تازه ميوه او تازه سبزۍ؛ وچه ميوه چې په طعبيي ډول وچه شوې وي وخورئ. 

- هره ورځ دوه پيالې د تازه ميوې اوبه وڅښئ؛ دوه نيمې پيالې د تازه سبزيو اوبه وڅښئ؛ ۱۶۰ ګرامه سره غوښه او يا هم لوبيا وخورئ. 

- د کمې لوږې (ناري، ناشتا) پر مهال په ملګه او غوړاړيو کې د سره شوي شيانو پر ځای تازه ميوه وخورئ. 

- هېڅ سبزې، غوښه او نور ټول تازه خواړه ډېر مخه پخوئ. په دېر اور او حرارت ورکولو سره د يادو خواړو منرالونه او ويټامېنونه له منځه ځي. 

۲- هره ورځ ډېرې اوبه يا معايات وڅښئ: 
- هره ورځ له اته يا لس پیالې اوبه وڅښئ. 

- که ساده اوبه نه شئ څښلئ، نو بيا هغه ميوه او سبزۍ چې اوبه لرونکې وي ډېرې وخورئ. هندواڼه، خربوزه، انګور او نور. 

- چاي او قهوه وڅښئ خو په دې شرط چې بوره او کافين په کې ډېر نه وي. 

نور بيا...