د هندوستان مشهور فلمي ستوری عرفان خان د ۵۳ کالونو په عمر نن ومړ 

روهي (څلورنۍ/۱۰ د غوايي)، د هندوستان بالېوډ سېنما مشهور ستوری لوبغاړی عرفان خان نن ورځ د ور پېښې ناروغۍ له امله ممبۍ کې ومړ. دی ۵۳ کلن وو او د سرطان ناروغي يې درلوده. 

نوموړي له ۱۹۸۵ بيا تر ۲۰۲۰ کال پوري د هندوستان په بالېوډ سېنما کې د فلمي ستورې او پروډېسر په توګه کار کړی وو. نوموړي د هندي فلمونو ترڅنګ په وروستيو کې ځيني هالېووډ فلمونو کې هم کار کړی وو. 

د عرفان خان ځيني ډېر کتل شوي فلمونه: 
 Salaam Bombay -1988
 The Warrior - 2001
 Haasil - 2003
The Lunchbox - 2013
 Jurassic World -2016 

د نوموړي وروستي فلم چې  تر اوسه نندارې ته نه دی وړاندې شوی  Angrezi Medium نوميږي چې ټاکل شوې ده څه وخت وروسته د سېنما پر پرده راشي. 

نوموړي واده کړی او دوه اولادونه ترې پاتې شول.