د سويلي کوريا او امريکايي چارواکو باور: کېم جونګ نه مړ دی او نه ناروغ؛ له کرونا ويروس يې ځان پټ کړی 

د سويلي کوريا او امريکايي چارواکو باور: کېم جونګ نه مړ دی او نه ناروغ؛ له کرونا ويروس يې ځان پټ کړی 
روهي (څلورنۍ/۱۰ د غوايي)، د انګلستان چاپ ګارډين انګلېسي ورځپاڼې د شمالي کوريا د دېکتاتور مشر کېم جونګ په اړه د وروستيو راپورونو اړوند ليکلي دي، چې ښايي نوموړي د کرونا وژونکي ويروس له ويرې ځان له خلکو او رسنيو ورک کړی وي او د خپل هېواد کومې لېرې سيمې ته تللی وي. 

ګارډين د يو شمېر امريکايي او سويلي کوريا د چارواکو د مالوماتو او وړاندوينو پر اساس ليکلي دي، چې نوموړی نه مړ شوی دی او نه هم کومه شديده ناروغي لري، بلکې د کرونا ويروس له امله يې ځان ګوښه کړی دی چې  نړۍ يې په اړه مالومات نه لري. 

د اپريل په ۱۵مه نېټه کې د شمالي کوريا د بنسټ اېښودونکي او د کېم جونګ اون د نيکه (کیم ایل سونګ) د زېږدېو کيلزه وه، خو سو کال دغه ورځ ونه لمانځل شوه. د کیم ایل سونګ د زږېدو کليزه د شمالي کوريا له مهمو ملي ورځو شمېرل کيږي. 

ځيني امريکايي چارواکو رويټرز ته ويلي دي چې کېم جونګ په ختيځ ساحل کې وونسان نومي ښارګوټي ته تللی دی او هلته يې ځان قرنطين کړی دی. 

چين کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره شمالي کوريا خپله پوله له چين سره وتړله، عامې راټولېدنې او ګڼيزې ناستې يې لغوه اعلان کړې. تر اوسه شمالي کوريا د کرونا ويروس د مثبتې پېښو په اړه څه نه دي ويل شوي.