ډاکټر عبدالله عبدالله: د ايران بهرنيو چارو وزير جوواد ظريف راته زنګ کړی  

روهي (څلورنۍ/۱۰ د غوايي)، د ملي يووالي حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، چې د ايران بهرني، چارو وزير جواد ظريف سره يې سره ټيلفوني خبرې کړي. 

عبدالله عبدالله ليکلي دي چې په دې ټېلفوني اړيکې کې افغانستان کې د جمهوري نظام د ساتلو او طالبانو سره د اوربند په اړه خبرې او بحث وشو. کرونا ويروس سره د ايران او افغانستان ګډه مبارزه د بحث بله موضوع ياده شوې. 

د يادونې ده چې تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په يوې ټېلفوني اړيکې د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سره خبرې کړې چې د افغان کډوالو، کرونا ويروس، اوربند او يو شمېر نورو مسايلو په اړه  خبرې شوې.