کابل کې د ننني ځانمرګي بريد په اړه وروستي مالومات 

روهي (څلورنۍ/۱۰ د غوايي)، نن سهار د کابل ولايت په رېشخور سيمه کې د ځانګړو عملياتو قول اردو سره نېږدې ځانمرګی بريد شوی چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. کورنيو چارو وزارت د بريد پخلی کړی. 

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين رسنيو ته ويلي چې نننۍ چاودنه د ځانمرګي بريد په پايله کې، د چهار اسياب ولسوالۍ په رېشخور نومي سيمه کې شوې ده چې موخه يې افغان پوځيان وو. 

د آرين د مالوماتو پر اساس دغه بريد کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور چې ولسي وګړي دي ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي دي، چې بريدګر خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې ځان ته چاودنه ورکړې ده.